TV Schedule
18:30 - 18:59
محبوبه سراج په کاکتوس+ کې: د طالب جنګیالیو د ټوپک پر وړاندې درېدل ښځو ته ازادي نه راوړي
د ښځو د حقونو فعاله محبوبه سراج وايي د طالبانو د "ښځو ضد" فرمانونو پر وړاندې د مبارزې لاره سرکونو ته راوتل نه دي. سراج د کاکتوس+ په خپرونه کې وویل چې افغانې مېرمنې ملاتړ ته اړتیا لري خو ټینګار یې وکړ چې د طالبانو د ټوپک پر وړاندې درېدو ته د هغوی هڅول ښځو ته ازادي نه راوړي. کاکتوس+ هره جمعه د افغانستان په وخت ماښام ۶:۳۰ د امریکا غږ له سپوږمکۍ او ټولنیزو شبکو څخه خپریږي.
19:00 - 19:29
د مارچ اتمه یا ښځو سره د پیوستون نړیواله ورځ - ۳۰ دقیقې
د ښځو نړیواله ورځ په داسې وخت کې نمانځل شوې چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه اندیښنې ورځ تر بلې زیاتیږي. د دېرش دقیقو په خپرونه کې پر دې سربېره د افغانو مېرمنو او نجونو د حقونو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړې استازې رینا امیري سره ځانګړې مرکه هم کتلای شئ.
21:30 - 22:29