TV Schedule
تابش فقيري، له کابل نه د واشنګټن تر اتلولۍ - ژوند په امریکا کې
دا اونۍ د "ژوند په امریکا کې" په خپرونه کې د افغان مسلکي سوک وهونکي تابش فقيري کیسه اورو، چې د کابل له کوچنیو ورزشي مرکزونو څخه یې د امریکا مسلکي سیالیو ته لاره موندلې ده. موږ له تابش سره په تمریناتي مرکز کې یوځای شو، د هغه په زړه پورې سیالي مو له نږدې ولیدله، او له کورنۍ، دوستانو او مینه والو سره مو خبرې وکړې چې د هغه د ملاتړ لپاره د سیالي د کتلو لپاره راغلي وو.
ودان په کاکتوس+ کې: کورنيو او بهرنيو عواملو د افغان سیاستوالو ترمنځ سوتفاهم رامنځته کړی
د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله په حکومت کې د وطن ګوند د مرکزي کمیټې غړی فقیر محمد ودان وايي کورني او بهرني لاسونه ددې لامل شوي چې افغان سیاستوال یو بل درک نکړي او د سوتفاهم له مخې د شخصي ګټو لپاره ملي ګټې ترپښو لاندې کړي.
د اړمنو افغانانو ستونزې او د خوړو د نړیوال پروګرام د بودیجې کموالی - سپینې خبرې
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) یو ځل بیا بې وزلو افغانانو ته د بشري مرستو د برابرولو لپاره د بودیجې په کمښت اندیښنه ښودلې دي. دا پروګرام وایي چې ۲۰۲۵ کال کې د ۱۴ میلیونو بیوزلو له ډلې یوازې اوو میلیونو ته خواړه برابرولی شي. د سپینې خبرې په خپرونه کې په دې موضوع بحث کیږي.