TV Schedule
18:00 - 18:29
د امریکا په ټاکنو کې د افغانانو لومړیتوبونه او اندېښنې - ژوند په امریکا کې
ژوند په امریکا کې ددې اونۍ په خپرونه کې په کالیفورنیا کې له میشتو افغانانو سره د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په اړه خبرې شوې چې کوم مسایل ورته مهم دي او آیا د امریکا کورني او بهرني سیاستونه د دوی په رایې ورکولو باندې کوم تاثیر لري او د راتلونکي ولسمشر څخه څه تمې لري.
18:30 - 18:59
په جمهوریت کې د جګړې د ناسم مدیریت کیسې، فدايي په کاکتوس+ کې
د جمهوریت د حکومت چارواکي حلیم فدايي د هغه وخت په حساسو امنیتي سیمو کې له ناسم مدیریت څخه پرده پورته کړې ده. فدايي وايي په ۲۰۰۹ کې یې له طالبانو او حزب اسلامي سره د خبرو وړاندېز وکړ خو خبره یې بابېزه وګڼل شوه. کاکتوس+ هره جمعه د افغانستان په وخت ماښام ۶:۰۰ د امریکا غږ پر سپوږمکۍ او ډیجیټلي شبکو کې خپریږي.
20:00 - 20:59
21:30 - 22:29