TV Schedule
18:00 - 18:29
جلالي: د طالبانو واکمني حکومت نه دی - ځانګړې مرکه
د امریکا د ملي دفاع پوهنتون استاد علي احمد جلالي وايي طالبان د ویرې له لارې په افغانستان کې واک چلوي او حکومت نه بلل کیږي. ښاغلي جلالي د امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د افراطي ډلو سره د طالبانو اړیکې په افغانستان او سیمه کې سرخوږی رامنځ ته کولای شي.
19:00 - 19:30
افغانستان او سیمه کې د داعش ګواښ ته د چارواکو غبرګون - اشنا
د امریکا غږ اشنا ټلویزیون په دې خبري خپرونه کې د داعش خراسان ډلې پرضد د مبارزې په اړه د چارواکو څرګندونې اورئ، په نړۍ کې د مهاجرت زیاتوالي له امله د انساني قاچاقبرانو پرضد د حکومتونو ژمنې او په جرمني کې د افغاني شیریخ د شهرت او بازار موندې په اړه ځانګړی راپور هم لرو.
21:30 - 22:30