TV Schedule
په امریکا کې د میشتو افغان ډاکټرانو کلنۍ غونډه -ژوند په امریکا کې
په امریکا او کاناډا کې د مېشتو افغان ډاکټرانو دویمه کلنۍ غونډه په ویرجینیا کې جوړه شوه. د دې غونډې موخه په امریکا کې د طبي متخصصینو ترمنځ د اړیکو رامنځته کول، د کدرونو د کار ستاینه او هغو ډاکټرانو ته لارښوونه او مرسته کول وو چې په دې وروستیو کې امریکا ته کډوال شوي دي. په دې کتنه کې په افغانستان کې د لوړو زده کړو له موسسو او روغتونونو سره د مرستو او همکاریو پر پروګرامونو هم خبرې وشوې.
کاکتوس+ با لشکری
د "کاکتوس+ با لشکری" په خپرونه کې له هغو افغان څېرو سره ژور بحثونه کېږي چې اکثریت افغانان یې له نومونو، فعالیتونو او کارنامو سره اشنا دي. د دې خپرونې چلوونکی مختار لشکری دی او دا خپرونه هره جمعه او شنبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۰۶:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي شبکو له لارې خپریږي.
د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د افغانو مېرمنو د وضعیت ارزونه ـ سپینې خبرې
د سپینې خبرې په دې خپرونه کې د ملګرو ملتونو د ۷۸ عمومي غونډې په څنډه کې ددغه سازمان د یوشمېر غړو هیوادونو لخوا "د جنسیتي تبعیض سره د مبارزې" تر عنوان لاندې په افغانستان کې د افغانو مېرمنو د وضعیت په اړه بحث ارزول شوی دی.