TV Schedule
بو علی سینا
د روغتیا او طبابت د ډګر نوې پرمختیاوې، د تر ټولو عصري طبی وسایلو او د درملنې پرمختللې لارې چارې، د نامتو ډاکترانو او د روغتیا د څانګې د کارپوهانو سره مهمې مرکې، په افغانستان کې روغتیایي ستونزو ته ژوره کتنه، پر مخدره موادو د اعتیاد نه نیولې د ماشومانو تر ګوزڼ پوری روغتیايې ستونزې او د حل د لارو چارو لټون، دا ټول کولای شئ د امریکا غږ په نوې روغتیایي ځانګړې خپرونې بو علی سینا کی تعقیب کرئ.
کاکتوس+ با لشکری
د "کاکتوس+ با لشکری" په خپرونه کې له هغو افغان څېرو سره ژور بحثونه کېږي چې اکثریت افغانان یې له نومونو، فعالیتونو او کارنامو سره اشنا دي. د دې خپرونې چلوونکی مختار لشکری دی او دا خپرونه هره جمعه او شنبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۰۶:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي شبکو له لارې خپریږي.
د اشنا د شنبې خبري خپرونه
د امریکا غږ اشنا د شنبې په خبري خبرونه کې دغه مطالب ځای کړای شوي دي؛ د امریکا په مالي ملاتړ د افغانستان بانک د ارزونې پایلې ښيي چې افغانستان بانک لا هم د خپلې کنګل شوې شتمنۍ بیرته ترلاسه کولو شرایط نه دي پوره کړي. د طالبانو په بند کې د نجونو د تعلیم د فعال مطیع الله ویسا ۱۱۸ ورځې پوره شوې. د «قلم لار» د بنسټ ایښونکي وضعیت څنګه دی؟ او له ډیرو غوښتونو وروسته ولې تراوسه ندی خوشې شوی؟ د فوټبال نړۍ نامتو لوبغاړی لیونل میسي د امریکا فلوریډا ایالت ته تللی. د میسي مینه وال هیله مند دي چې امریکا ته د میسي په راتګ سره به د فوټبال یو نوی پړاو پیل شي.
سپینې خبرې
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت، د ایران د بهرنیو چارو د وزیر تازه ادعاوې چې وایي د داعش ډلې مشران افغانستان ته تللي دي، رد کړي او له ایران څخه یې غوښتې چې که په دې هکله معلومات لري، له دوی سره دې یې شریک کړي . په داسې حال کی چې طالبانو په دې تیرو دوو کلونو کې تل د داعش ډلې پر ضد د پوځي عملیاتو خبره کړیده، د ایران دغه ادعاوي به څومره حقیقت ولري؟
د کاروان د تکنالوژۍ ځانګړې خپرونه
د کاروان ځانګړې خپرونه د تکنالوژۍ د نړۍ څخه په تازه او په زړه پورې خبرونو او رپوټونو سره تاسې د ننني عصر د پرمختیاو څخه خبروي. د تازه پرمختیاو، نوښتونو او د بشر د ژوندانه د مختلفو اړخونو اړوندو نویو اختراعګانو په هکله د کاروان د اونیزې خپرونې کتل چې د شنبې په شپو په ۱۰:۳۰ بجو د امریکاغږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي، مه هیروئ.