TV Schedule
18:30 - 18:59
کاکتوس+ با لشکری
د "کاکتوس+ با لشکری" په خپرونه کې له هغو افغان څېرو سره ژور بحثونه کېږي چې اکثریت افغانان یې له نومونو، فعالیتونو او کارنامو سره اشنا دي. د دې خپرونې چلوونکی مختار لشکری دی او دا خپرونه هره جمعه او شنبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۰۶:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي شبکو له لارې خپریږي.
19:00 - 19:30
القاعده ډلې ته د محمود شاه حبیبي د سپارلو ادعا – اشنا
د امریکا د مرکزي استخباراتو «سي آی اې» یوه پخوانۍ غړې ادعا کوي چې طالبانو افغاني الاصله امریکایي وګړی محمود شاه حبیبي القاعدې ته سپارلی او ټاکل شوې چې دغه ډله هغه اعدام کړي. د اشنا تلویزیون په خپرونه کې پر لبنان د اسرائیلو لخوا برید ته د ملګرو ملتونو غبرګون، په کوهاټ کې د افغان ځوانانو د غشي ویشتلو سیالیو ترسره کېدل او د افغانستان او نړۍ نور مهم خبرونه لیدلای شئ.
21:30 - 22:29