TV Schedule
د اشنا د یکشنبې خبري خپرونه
د امریکاغږ اشنا د یکشنبې ورځې په خبري خپرونه کې په جاپان کې د امریکا او اوکراین د ولسمشرانو د لیدنې جزیات، د طالبانو د حکومت او ایراني چارواکو تر منځ د هلمند سیند د اوبو پر سر د اختلافاتو په ترڅ کې په کابل کې د دواړو لوریو د پوځي ډلو لیدنه او د یو افغان کډوال کیسه وړاندې کیږي چې په قاچاقي لارو د برازیل نه مکسیکو او بیا امریکا ته رسیدلې.
سپینې خبرې
د ایران او طالبانو د حکومتونو ترمنځ اختلافات به څه ډول سیمه ایزې او اقتصادي اغیزې ولري؟ نن د سپینې خبرې په خپرونه کې په همدې موضوع غږیږو. تاسو هم کولی شئ پدې اړوند خپل نظرونه او پوښتنې د امریکاغږ پر ټولنیزو پاڼو مونږ سره شریکې کړئ. د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
مستند۵۲
د "مستند ۵۲" په نامه د امریکاغږ د مستندو فلمونو لړۍ د تودو بشري موضوعګانو په وړاندې کولو سره تاسې له نړۍ سره نښلوي. دغه مستندونه د جالبو تصویرونو په ښودلو او د جذابو روایتونو په وړاندې کولو سره تاسو ته د سیمو او پېښو په اړه د تحقیق زمینه برابروي. دا خپرونه هره یکشنبه د افغانستان په وخت د شپې په ۱۰:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ، پښتو او دري فیسبوک او یوټیوب چاینلونو له لارې خپریږي. تاسو دا مستندونه د امریکا غږ په ویبسایټونو او ټولنیزو رسنیو کې هم کتلای او تعقیبولای شي.