پاکستان له چین څخه غوښتي طالبان وهڅوي چې د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو په ضد اقدامات وکړي. د اتصال په خپرونه کې ددې موضوع ترڅنګ د کرکټ په راروان نړیوال جام کې د افغانستان د ګډون په اړه بحث شوی دی.
د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي مړینه، دې پیښې ته غبرګونونه او د سیمې پر اوضاع یې ممکنه اغیزې، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.
ایران د خپل ولسمشر په مړینه پنځه ورځې ماتم اعلان کړی. د رئیسی مړینه به پر ایران څه اغیز ولري؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې پر دې مسئلې خبرې کیږي.
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰